۰
ټرمپ:

په خبرو کې د برلاسۍ لپاره نورې لارې هم شته خو طالبانو سهوه وکړه

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي خونړي برید سره لویه تېرتونه وکړه.
په خبرو کې د برلاسۍ لپاره نورې لارې هم شته خو طالبانو سهوه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي خونړي برید سره لویه تېرتونه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ زیاته کړې، چې په خبرو کې د برلاسۍ لپاره ترې دې ښې نورې لارې چارې هم شته خو طالبانو هغسې ونه کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان اوس پوهېږي، چې ستره سهوه یې کړې ده اوس یې د بېرته سمولو په لارو چارو نه پوهېږي او لار پرې ورکه ده.

ټرمپ وایي، طالبان هېڅ وخت دومره سخت نه وو ځپل شوي لکه په دې وروستیو کې چې نظامي فشارونه ورباندې ډېر شوي دي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې په کابل کې ځانمرګی برید کول د طالبانو لپاره ښه مفکوره نه وه او اوس پر خپل کار پښېمانه دي.

د یادونې ده، چې د کابل له برید وروسته ټرمپ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې او دغه راز له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه.

نوموړي ویلي و، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې او داسې بریدونه به پرې وشي، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي