۰

طالبانو سره صليب ته د بيا فعاليت اجازه ورکړه

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره سره صلیب ته اجازه ورکړې، چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
طالبانو سره صليب ته د بيا فعاليت اجازه ورکړه
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره سره صلیب ته اجازه ورکړې، چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې څه موده وړاندې د امنیتي ستونزو او د طالبانو د ګواښونو له امله افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي وو.

خو اوس طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کمېتې ته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سره صلیب کمېټې مشرانو په قطر کې له طالب استازو سره کتلي او په دې اړه یې ور سره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کمېټې د پخوانیو خیریه فعالیتونو سربېره د نویو مرستو ژمنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي