۰

نړیوال بانک له افغانستان سره د اوبو رسونې په برخه کې همکاري کوي

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د نړیوال بانک چارواکو او چارواکو ته ډاد ورکړی، چې افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې په برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.
نړیوال بانک له افغانستان سره د اوبو رسونې په برخه کې همکاري کوي
د نړیوال بانک چارواکو او چارواکو ته ډاد ورکړی، چې افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې په برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بانک چارواکو دغه څرګندونې واشنګټن کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي سره لیدنه کې کړې دي.

د مالیې وزارت وايي، ښاغلي قیومي او واشنګتن کې افغان سفیرې رویا رحماني د نړیوال بانک له چارواکو سره کتلي او د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي قیومي د نړیوال بانک له چارواکو غوښتي، چې افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې برخه کې تخنیکي همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د اوبو د مدیریت او اوبو رسونې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکاریو ته اړتیا لري او د دغه مهمې برخې مدیریت د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د مالیې وزارت وایي، د نړیوال بانک چارواکو ډاډ څرګند کړی، چې دوی به په افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې په برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي