د ملي امنیت شورا سلاکار غزني ته تللی دی

21 سنبله 1398 ساعت 12:25

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیت ارزولو په موخه دغه ولسوالۍ ته تللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیت ارزولو په موخه دغه ولسوالۍ ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیت شورا نن پنشنبې د وږي ۲۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې ښاغلی محب نن سهار خواجه عمري ولسوالۍ ته رسېدلی.

سرچینه زیاتوي، ښاغلی محب له له ځايي خلکو سره وګوري، د هغوی ستونزې به واوري او له سیمه ییزه چارواکو سره به یې پر حل خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې د غزني خواجه عمري ولسوالۍ تېر کال د طالبانو لاس ته ولوېده، خو له څو میاشتو وروسته بېرته افغان ځواکونو ولکه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120278

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120278/

جمهور
  https://www.jomhornews.com