۰

ناټو د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې برابرو پورې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ناټو د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې برابرو پورې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې بروکسل کې د ناټو مقر کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د ۱۸ مې کلیزې په یاد غونده کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ناټو د نړیوال ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې حضور لري او د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته به دوام ورکړي.

هغه ویلي، چې ناټو او همکاران به یې افغان نظامیانو ته د روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا پیاوړي شي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو حضور سولې ته د زمینې برابرولو لپاره دی، خو په وینا یې د سولې لار اوږده ده.

د ناټو مشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې منځنۍ آسیا کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کېنزي او افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي او ترهګرې ډلې به وځپي.

دغه دوه امریکايي قوماندانو پر طالبانو د پوځي فشار زیاتولو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه به د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د د سپټمبر د یولسمې قُربانیانو په یاد غونډه کې پر طالبانو د بریدونو د زیاتولو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ویلي په دې وروستیو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي او دغه ډله دې د نورو سختو بریدونو انتظار هم وباسي.

د امریکا ولسمشر ویلي، که طالبان بیا د دوی هېواد ته ورشي او بریدونه وکړي، نو هر ځای چې وي امریکا به پسې وشي او داسې بریدونه به پرې وکړي، چې تر اوسه یې هغوی (طالبانو) ساری نه وي لیدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي