۰

د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم شوي

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم کړي دي.
د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم شوي
د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران په عمري قید محکوم کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو تور دی چې حماس او د لبنان حزب الله جنګي ډلو ته یې جاسوسي کوله.

په بند محکوم شویو کسانو کې تر ټولو مهم یې مشرد عام محمد بدیع او د هغه مرستیال خیرت الشاطر دي.

د دې تر څنګ د اخوان المسلمین پنځه نور غړي هم محاکمه شوي، چې هر یوه ته یې له ۷ تر ۱۰ کونو د بند سزا اورول شوې ده.

خو شپږ نور یې له محکمې برئت تر لاسه کړی او خوشي شوي دي.

د یادونې ده، چې اخوان المسلمین له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰مه د محمد مرسي په مشرۍ د مصر واک ته ورسېدل، خو یو کال وروسته پوځي مشرانو د ۲۱۳ کال د جولای په ۳مه د دوی د واک تخته واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي