امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر نوم د ترهګرو لېست کې شامل کړ

20 سنبله 1398 ساعت 15:40

امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه حکم له مخې د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود نوم د نړیوالو ترهګرو لېست کې شامل کړی دی.


امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه حکم له مخې د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود نوم د نړیوالو ترهګرو لېست کې شامل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت دغه راز پر یو شمېر نورو ترهګرو او د هغوی پر ملاتړو هم د نویو بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په همدې تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا نوي بندیزونه یې د حماس، د ایران د سپاه پاسداران ځواک په ګډون پر القاعده او د داعش ډلې پر پنځلسو مشرانو لګولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بندیزونه یې د ولسمشر ټرمپ د یو تازه حکم له مخې پر یادو کسانو لګولي.

سرچینه وایي، د ټرمپ دا حکم د دوی واکونه نور هم پیاوړي کوي، چې له امله به یې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو او مشرانو پر ضد نور کوټلي ګامونه هم واخیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com