کران منجان ولسوالي هم بېرته افغان ځواکونو نیولې

20 سنبله 1398 ساعت 11:02

سیمه ییز چارواکي وایي، د بدخشان ولایت کران منجان ولسوالي، چې څه موده وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، بېرته افغان ځواکونو ولکه کړې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، د بدخشان ولایت کران منجان ولسوالي، چې څه موده وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، بېرته افغان ځواکونو ولکه کړې ده.

د جمهور ژانس د خبر له مخې د بدخشان والي هم د دغه ولسوالۍ د بېرته نیول کېدو پخلی کړی ویلي یې دي، افغان ځواکونه د ولس پاڅونوالو په همکارۍ سره توانېدلي، چې کران منجان ولسوالي ولکه کړي.

نوموړي ویلي، چې د ولسوالۍ د نیول کېدو تر څنګ دغه ولسوالۍ کې د لاجوردو مهم کان هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی او طالبان یې له سیمې پاک کړي.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، ولسوالي تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

د بدخشان کران منجان ولسوالي او په دې ولسوالۍ کې د لاجوردو کان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې د بدخشان ولایت وردوج او یمګان ولسوالۍ چې له څو کلونو راهیسې د طالبانو ولکه کې وې، ولکه کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com