د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د هېواد لوېدیځو او جنوبي ولایتونو ته د ټاکنو حساسو موادو د رسولو لړۍ بشپړه شوې او اوس یې ختیځ ته پیل شوی دی.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز اریايي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې کمېسیون د ټاکنیزو موادو د لېږد لړۍ د وږي په اتمه پیل کړې او د همدې میاشتې تر ۳۰ به دوام وکړي.
نوموړي و ویل، چې دا مهال لوېدیځو او جنوبي ولایتونو ته حساس ټاکنیز مواد رسول شوي دي او نن یې ختیځو ولایتونو ته د لېږد لړۍ پیل شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې شمالي ولایتونو ته به هم د ټاکنیزو مواد لېږد څو ورځې وروسته پیل شي او د وږي تر ۳۰ مې به دغه چارې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا د مواد د لېږد پر مهال یو لړ امنیتي ستونزې هم شته خو امنیتي چارواکو د همکار ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیات کړه، د ولایتونو له مرکزونو څخه به ولسوالیو او مرکزونو ته د توکو انتقالات د میزان له لومړۍ نیټې تر پنځمې پورې وشي.
د هغه په وینا د ټاکنو کمېسیون۵۳۰۰ مرکزونه تثبیت کړي دي چې یوازې ۳۰۰ یا ۴۰۰ مرکزونو کې به رایه اچونه ونه شي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راروانې میزان میاشتې په ۶مه ترسره شي، چې د ولسمشر غني په ګډون ۱۷ تنو ورته ځانونه نوماند کړي دي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض