ملي امنیت:

اروزګان کې د طالبانو د سوق ادارې یو لوی مرکز له منځه وړل شوی

18 سنبله 1398 ساعت 12:35

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، ځانګړو افغان ځواکونو اروزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سوق او ادارې یو مهم او لوی مرکز له منځه وړی دی.


د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، ځانګړو افغان ځواکونو اروزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سوق او ادارې یو مهم او لوی مرکز له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نن دوشنبې د وږې ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په خاص اروزګان کې د ملا بسم الله په نوم چې د طالبانو د سل کسیزه ډلې قوماندان دی، تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یو بي ام یو دستګاه، د هغې ۱۵ ډزه مرمۍ، یو میل دهشکه، څلور میله سپکه وسله، ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۶۰ کړۍ ماینونه، ۳۰ کړۍ لاسي بمونه، ۲۰ ډزه د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، ۲۵ کارتنه درمل، ۱۰ پایې مخابرې، ۳۰ نظامي درېشۍ، ۳۰۰ تبلغاتي پاڼې ۴۵۰۰ فیره د وړې وسلې مرمۍ او ځینې نور وسایل تر لاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو شپږ خځې هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com