جنرال مېلر له عبدالله سره خبرو کې!

له افغان ځواکونو سره په ګډه به طالبان وځپو

18 سنبله 1398 ساعت 9:37

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له افغان ځواکونو سره به په ګډه د وسله والو طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي.


افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له افغان ځواکونو سره به په ګډه د وسله والو طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې دي.

سپېدار ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي عبدالله پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه له غرمې وروسته د جنرال مېلر سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو د افغانستان روان امنیتي وضعیت او وروستیو امنیتي بدلونو په اړه خبرې اترې او بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرال مېلر ښاغلي عبدالله ته ډاډ ورکړ، چې له افغان ځواکونو سره به د دوی مرستې او همکارۍ دوام ولري او په ګډه به وسله وال طالبان وځپي.

جنرال مېلر د طالبانو د ځپلو خبر پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم خبرداری ورکړو چې که طالبان خپل چلند بدل نه کړي او کړې مهمې ژمنې سر ته ونه رسوي، پوځي فشارونه به پرې زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120188

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120188/

جمهور
  https://www.jomhornews.com