لوګر: چاودنې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

18 سنبله 1398 ساعت 9:15

سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه مازیګر مهال په څرخ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، د څرخ په نو شهر کلي کې طالبان غوښتل ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په چاودنه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 120184

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120184/

جمهور
  https://www.jomhornews.com