صلاح الدین رباني:

د سیمې هېوادوه باید د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي

17 سنبله 1398 ساعت 12:33

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وایي، افغانان په روانه جګړه کې د سیمې د امنیت لپاره قرباني ورکوي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وایي، افغانان په روانه جګړه کې د سیمې د امنیت لپاره قرباني ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رباني، چې اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه تللی، دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي و ویل، افغانان د داسې یوې جګړې پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، چې ټوله سیمه او ان نړۍ ګواښلۍ شي.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانان د نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د سیمې د امنیت لپاره قرباني ورکوي او د سیمې هېوادونه باید د دې قربانۍ منندوی اوسي.

رباني دا هم زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو، اقتصادي او ترانیزیتي اړیکو غوښتونکی دی او غواړي په دې توګه په سیمه کې دایمي پرمختګونه رامنځ ته شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د سولې په برخه کې ورسره ريښتینې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com