۰

پکتیا کې د طالبانو له خوا نیول شوي افغان خبریالان خوشي شول

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی افغان خبریالان خوشي شوي دي.
پکتیا کې د طالبانو له خوا نیول شوي افغان خبریالان خوشي شول
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی افغان خبریالان خوشي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شپږ تنه سیمه ییز افغان خبریالان د تېرې جمعې په ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته او له ځان سره یې بوتلل.

د هغه په وینا شپږ تنه خبریالان چې له بېلا بېلو رسنیو سره یې کار کاوه، پکتیا ولایت ته د یوه سمینار لپاره تللي و، چې د بېرته راتګ پر مهال طالبانو د زرمت ولسوالۍ د بازر په یو کیلومترۍ په سرکۍ سیمه کې له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې وړي دي.

اسدالله صیمیم د یاران رادیو رییس، وهاب د همدې رادیو خبریال، خیرالدین ذکي د کلید رادیو خبریال، الهام د میلمه رادیو خبریال، طارق ذکي د ملي رادیو تلوېزیون خبریال او رووف ذهین د پښتون غږ رادیو خبریال پکتیا ولایت ته د یوه سمینار لپاره تللي و، خو طالبانو برمته کړل.

د دغه خبریالانو تر نیول کېدو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه خبریالان په غلتۍ نیول شوي او ډېر ژر به بېرته خوشي شي.

نن یکشنبې د وږي ۱۷ مه د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي، چې طالبانو دغه خبریالان خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي