۰

د ټرمپ له خوا د سولې خبرو لغوه کېدو سره سم طالب مشران بېړنۍ غونډه کوي

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
راپورونه وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکراتو لغوه کېدو سره سم ټاکل شوې طالب مشران بېړنۍ غونډه وکړي.
د ټرمپ له خوا د سولې خبرو لغوه کېدو سره سم طالب مشران بېړنۍ غونډه کوي
راپورونه وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکراتو لغوه کېدو سره سم ټاکل شوې طالب مشران بېړنۍ غونډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون شنبې د وږي ۱۶ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه مذاکرات یې په کابل کې د طالبانو د وروستي برید له امله لغوه کړې دي.

هغه په ټوېټ کې دا هم ویلي، ټاکل شوې وه، د یکشنبې په ورځ په کمپ ډوېډ کې د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه وګوري.

خو په وینا یې دا لیدنه یې هم ځکه لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې د وروستي برید په کولو سره فکر کولو چې دا کار به یې موقف غښتلی کړي، خو خراب یې کړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه د ټرمپ دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ویل کېږي په قطر کې د دغه ډلې د دفتر مشران ښایي نن یکشنبې بېړنۍ داخلي ناسته وکړي او د ډونلډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي