ارګ د کابل برید په غبرګون کې:

له طالبانو سره سوله به بې معنی سوله وي، نړیوال باید پوه شي، چې له څه ډول جنایتکارې ډلې سره معامله کې دي

14 سنبله 1398 ساعت 16:02

ارګ د کابل د نن ورځي د خونړي برید په غبرګون کې وايي، طالبان ملکي وګړي وژني، پر سوله باور نه لري او له دې ډلې سره سوله به بې معنی سوله وي.


ارګ د کابل د نن ورځي د خونړي برید په غبرګون کې وايي، طالبان ملکي وګړي وژني، پر سوله باور نه لري او له دې ډلې سره سوله به بې معنی سوله وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې یو موټر بم ځانمرګی برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.

طالبان وایي، دوی د بهرنیو ځواکونو یو موټریز کاروان په نښه کړي، چې په کې ۱۲ بهرنیان او ۸ د ملي امنیت کارکوونکي وژل شوي.

خو ارګ او په خواله رسنیو د برید د سیمې ویډیو او انځورونه ښيي، چې هلته د بهرنیو ځواکونو کوم کاروان نه و او په برید کې تر ډېره ملکي وګړي ته مرګ ژوبله او زیان اوښتی دي.

ارګ همدې برید ته په غبرګون کې ویلي، طالبانو ادعا کړې، چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یې په نښه کړی، په داسې حال کې، د دوی د برید قربانیان ملکي وګړي دي.

د ارګ په خبرپانه کې ویل شوي د دې تروریستي برید ثبت شوي تصویرونه او فلم په وضاحت ښیي چې د طالبانو جنایتکاره ډله څومره درواغجنه، مکاره، فاسده، منافقه او بې دینه ده.

په خبرپاڼه کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې د طالبانو کړنو ته په پام پوه شي چې له څه ډول جنایتکارې او خونخوارې ډلې سره په معامله کې دي.

د ارګ په وینا نړیوالې باید پوه شي، چې له هغه ډلې سره په معامه کې دي، چې هره ورځ په ملکي کسانو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي او بیګناه خلک په وینو لمبوي.

سرچینه وایي، له نړۍ څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمه دا ده چې د دا ډول جنایتکارو او وحشي اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې نشي، د دې او نورو تروریستي ډلو اصلیت چې یوازې د بیګناه خلکو وژل دي، وپېژني.

په خبرپانه کې ویل شوي ولسمشر غني د طالبانو دا جنایتکاره عمل په کلکو ټکو غندي او وایي، له دغې ډلې سره به سوله چې زموږ بیګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري او نه یې پېژني، یوه بې معنی سوله وي.

په خبرپانه کې ټینګار شوی، چې بین المللي ټولنه باید د طالبانو تروریستي ډله د بشريت ضد جنایتونو مسووله وبولي او د هغوی په ناوړه کړنو سترګې پټې نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com