۰

رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې ټسټ کرکټ کې سلیزه کوي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ ټسټ لوبه روان ده، چې په کې رحمت شاه سلیزه جوړه کړه.
رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې ټسټ کرکټ کې سلیزه کوي
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ ټسټ لوبه روان ده، چې په کې رحمت شاه سلیزه جوړه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه بنګله دېش په چاټوګرام کې پیل شوې، چې لومړی پانۍ کې یې افغانستان توپ وهنه کوي.

په توپ وهنه کې رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په رسمي نړیوال ټسټ کرکټ کې سلیزه جوړوي او دا ریکارډ په خپل نوم کوي.

نوموړی د سلیزې له جوړولو وروسته په ۱۰۲ منډو وسوځېده خو اصغر افغان چې له رحمت شاه سره یې ښه ملګرتیا او پنځوسیزه وکړه لا هم په میدان ولاړ دی.

د نن په لوبه کې تر دوه نیمو بجو پورې افغانستان ۲۰۴ مندې کړې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي