د کابل د نن په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي ۴۲ ټپیان دي

14 سنبله 1398 ساعت 13:55

کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د نن په شوي ځانمرګي موټر بم برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د نن په شوي ځانمرګي موټر بم برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه سهار ۱۰:۱۰ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د لومړي مکروریان په عمومي سړک عبدالحق څلور لاري ته نېږدې وشوه.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک ټونس موټر ته په یاده سیمه کې چاودنه ورکړې ده.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي او دغه راز د ملکي وګړو ۱۲ موټر هم زیانمن شوي دي.

 عیني شاهدان وايي، د دغه برید قربانیان نېږدې ټول ملکي وګړي دي.

د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی خو وايي، دوی د بهرنیو ځواکونو د موټرو په یوه کاروان برید کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د بهرنیو دغه کاروان د ملي امنیت څلوېښتم ریاست مخې ته تېرېده چې پرې ځانمرګی برید وشو.

نوموړي ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې ۱۲ بهرنیان او ۸ د ملي امنیت کارکوونکي وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د همدې نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې په ګرین ویلېج کمپ باندې هم تراکتور بم ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و، چې په دغه برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخیسی و او د ګڼو بهرنیو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com