۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸ طالبان وژل شوي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي افغان ځواکونو دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات په بغلان، هرات، بدخشان، میدان وردګ، اروزګان، پکتیا، هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ۱۹۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي، چې یوازې ۱۰۵ تنه یې بغلان کې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي