ننګرهار: په شپنیو عملیاتو کې څلور وروڼه وژل شوي دي

14 سنبله 1398 ساعت 10:29

صفر دوه ځواکونو په ننګرهار ولایت کې شپني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ څلور ځوانانو چې وروڼه دي، وژل شوي دي.


صفر دوه ځواکونو په ننګرهار ولایت کې شپني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ څلور ځوانانو چې وروڼه دي، وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې صفر دوه ځواکونو تېره شپه (د وږي ۱۴مه) په مرکز جلال آباد ښار کې عملیات کړي، چې ځايي چارواکو هم د عملیات تر سره کېدو پخلی کړی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر تایید کړه، چې په دغه عملیاتو کې څلور تنه وژل شوي او ژوره خواشنی یې پرې ښودلې ده.

دغه مطبوعاتي دفتر وايي، ننګرهار والي له ولسمشر غني غوښتي، تر څو یو لوړ بوړی پلاوی د دغه قضیې د څېړلو په موخه ننګرهار ته ورولېږي او په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.

که څه هم د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو هلته ځايي خبریالان او مدني فعالان وایي، وژل شوي څلور واړه کسان ځواکونه، د یوې کورنۍ غړي او وروڼه وو.

د مدني فعالانو په وینا قاضي قادر، جهانزیب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال هغه څلور وروڼه و، چې د صفر دوه ځواکونو په رحمانه عملیاتو کې وژل شوي دي.

ځايي خلک وایي، دغه څلور واړه ورڼو په هېڅ ډول ترهګریزو یا مشکوکو کړنو کې لاس نه درلود، بلکې بې طرفه وګړي وو.

په ورته وخت کې صفر دوه قطعې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه يې جلال آباد ښار کې د داعش څلور غړي د دغه ډلې د مالي مسوول قاري جهانزيب په شمول وژلي دي.

خود سيمې اوسيدونکي دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې څلور واړه وژل شوي وروڼه بيګناه او د اوسني حکومت له کلکو پلويانو وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 120064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com