۰
افغان حکومت:

د امریکا او طالبانو د هوکړې پایلو ته اندېښمن یوو باید لا نور وضاحت راکړل شي

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښنه لري.
د امریکا او طالبانو د هوکړې پایلو ته اندېښمن یوو باید لا نور وضاحت راکړل شي
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښنه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې وروستۍ متن له افغان مشرانو سره شریک کړ.

د دغه متن تر شریکولو وروسته د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبې د وږي ۱۳ مه په خپله ټوېټر پانه لیکلي، افغان حکومت د سولې د بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې د تل پاتې سولې او د جګړې په ختمېدو تمام شي.

خو په وینا یې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې په اړه د افغان حکومت اصلي اندېشنه دا دهو چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي.

صدیقي زیاته کړې لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او باید په تړاو یې لا نور وضاحت ورکړل شي.

یو شمېر پخوانیو امریکایي دیپلوماتونو او سفیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا هغه تګلاره غندلې چې له مخې یې له طالبانو سره د خبرو له لارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو تکل کړی.

پخوانیو امریکايي سفیرانو، جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس په دې اعلامیه کې ویلي، که طالبان اوربند ونه کړي او د جګړې د بیا نه کولو ضمانت ترې وانخستل شي نو د سولې دا بېړنۍ هوکړه به ډېرې بدې پایلې ولري.

دوی ټینګار کوي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره باید یو شرط په دغه هېواد کې د جګړې ختمول وي او که داسې ونشي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په کمېدو سره د وسله والې جګړې پای ته رسېدل به ستونزمن شي او دغه هېواد به یو ځل بیا کورنۍ جګړو ته ستون شي.

په اعلامیه کې راغلي، لا ښکارنه ده، چې له طالبانو سره دې سوله ممکنه وي، ځکه طالبانو له ټولو افغانانو سره د سولې د تړون لپاره خپل شرایط نه دي روښانه کړي او دا ډله له نورو سیاسي ډلو سره د کار کومه مخکنۍ تجربه هم نه لري.

اعلامیه کې ویل شوي«که موږ له افغان حکومت سره خپله همکاري کمه کړو او بین-الافغاني مذاکرات له ماتې سره مخامخ شي، ښايي افغانستان کې داخلي جګړه پیل شي. که دولت متزلزل شي، هغه خلک چې د طالبانو له حاکمیت څخه ښې تجربې نلري، شاید د جګړې لیکو کې ورګډ شي.»

دغو دپلوماتو ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې تر راتلو پورې دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي.

خو دا خبره یې کړې ده چې د سولې لپاره د ژمنتیا او ښه نیت لپاره دې باید یو شمېر عسکر وایستل شي او د نورو سرتېرو لپاره دې د وتلو هېڅ جدول ونه ټاکل شي.

امریکايي دپلوماتونو دا خبردارۍ پر داسې مهال ورکړی، چې امریکا او طالبان د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي او که چېرې ټرمپ دغه هوکړه لاسلیک کړي، عملي بڼه به خپله کړي.

د هوکړې په لاسلیک سره به په ۱۳۵ ورځو کې د افغانستان له پنځو اډو څخه تر څلور نیم زره پورې امریکايي سرتېري ووځي او دغه راز به بین الاافغاني خبرې هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي