ډیلي بیسټ:

سپینې ماڼۍ له طالبانو سره د هوکړې پر مسودې سلا مشورې پیل کړې

13 سنبله 1398 ساعت 13:56

امریکايي ورځپاڼې ډیلي بېسټ راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ چارواکو له طالبانو سره د هوکړې پر مسوده سلا مشورې پیل کړې دي.


امریکايي ورځپاڼې ډیلي بېسټ راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ چارواکو له طالبانو سره د هوکړې پر مسوده سلا مشورې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې لیکلي یو له هغو مسایلو چې د سپینې ماڼۍ چارواکي یې په اړه فکر کوي، هغه دا ده، چې له هوکړې وروسته پړاو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته په کومه بڼه دوام ورکړي.

خو ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي دا هوکړه تر هغې وروستۍ نه شي ویل کېدای چې د امریکا ولسمشر نه وي تایید کړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې لا هم کابل کې دی ویلي و، چې له طالبانو سره پرنسیب کې هوکړه شوې، خو هغه وخت به عملي بڼه خپله کړي، چې ولسمشر ټرمپ پر موافقه او لاسلیک وکړي.

بل خوا ډیلي بیست قطر کې د امریکا او طالب استازو خبرو ته هم اشاره کړې او د یوه یوه اروپايي دیپلومات له قوله ویلي، چې طالبانو د خبرو پر مهال په بې ادبۍ چلند کاوه.

دیپلومات زیاته کړې، طالبانو ځکه په بې ادبۍ چلند کاوهو چې پوهېدل دوی نه بلکې، امریکایان په وار خطایۍ سره غواړي د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره وکړه وکړي.

د دغه دیپلومات په وینا د طالبانو له دې چلند دا اټکل کېدای شي، چې له افغان ولسمشر سره به طالبانو چلند څومره ناوړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com