۰
تندر قول اردو:

میدان وردګ، غزني او لوګر کې ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۶۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګ، غزني او لوګر کې ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۶۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو نن چهارشنبې د وږي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان او بهرنیو ځواکونو د غزني به بېلا بېلو ولسوالیو، د میدان وردګو په سیدآباد او د لوګر په ازرې او محمد آغې ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.

خبرپاڼه وايي، د غزني په قرباغ او اندړو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، یوه عراده فولډر موتر او ۴ عرادې موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د غزني د مرکز اړوند قلعه قاضي، دمدرسی بیز،ناني اود ده یک ولسوالي په اړوندو سیمو کی د نښتو پر مهال ۷ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا په خبرپانه کې ویل شوي، چې بهرنیو ځواکونو د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ په باغک سیمه کې پر طالبانو هوايي برید کړی، څلور طالبان یې وژلي او یو عراده فولډر موټر یې له منځه وړی دی.

همدارنګه خبرپانه وايي، بهرنیو ځواکونو د لوګر د ازرې ولسوالۍ سپین جومات سیمه کې هم په یوه هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژلي دي.

په ورته وخت خبرپانه وايي، افغان ځانګړو او ګډو ځواکونو د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ د بابوس په سیمه کې د طالبانو د یوه ولسوال په کور عملیات کړي دي.

سرچینه وایي، عملیات د مولوي انعام الله مشهور په صلاح الدین چې د طالبانو تش په نوم ولسوال دی په کور تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او یو عراده سراچه موټر له منځه وړل شوی دی.

دا چې په وژل شویو کسانو کې طالب ولسوال مولوي انعام الله هم شامل دی که نه په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي