۰

مایک پمپیو له ناټو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره بروکسل ته روان دی

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له مشر او نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
مایک پمپیو له ناټو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره بروکسل ته روان دی
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له مشر او نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، پامپیو نن سه شنبې د وږي ۱۲ مه بروکسل ته تلونکی دی او ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې وکړي.

د سرچینو په وینا پمپیو به له سټولټنبرګ سره د امنیتي مسایلو تر څنګ تر ډېره د افغان سولې په بهیر او په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د افغان سولې پر سره د خبرو لپاره بروکسل ته ځي، چې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم به کابل کې دی او ښايي وروسته، ډهلي، اسلام آباد او بروکسل ته ولاړ شي.

خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره تر نهم پړاو خبرو پای ته رسېدو وروسته کابل ته راغۍ او کېدونکې هوکړې متن یې له ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله او نورو افغان چارواکو او سیاسیون سره شریک کړ.

نوموړي کابل کې له طلوع نیوز سره خبرو کې ویلي، پرنسیب کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو خو د ولسمشر ټرمپ موافقې ته انتظار یو.

نوموړي په دغه مرکه کې ویلي، د موافقې متن د افغان حکومت چارواکو ته ښودل شوی خو ورته سپارل شوی نه دی.

د هغه په وینا د دې چانس نشته او یا هم ډېر کم دی، چې ولسمشر ټرمپ به په موافقه کې کوم تغیرات راولي، خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې زموږ له خوا به دا موافقه څوک لاسلیکوي.

هغه له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې متن په اشارې وایي، چې طالبانو له دوی سره په اوربند موافقه ونه کړه او دا مساله به په بین الاافغاني خبرو کې مطرح شي.

خلیلزاد وایي، بین الاافغاني خبرې به ډېر ژر پیل، خو په خبره یې دی به ډېر په کې ښکېل نه وي، بلکې قطر، اندونيزيا، ناروې، ملګري ملتونه او نور علاقمند دي چې منځګړيتوب وکړي.

دی زیاتوي، چې د هوکړه لیک پر اساس د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په اړه څه نه شي ویلای، خو که هوکړه لیک عملي بڼه خپله کړه نو په ۱۳۵ ورځو کې به له پنځو نظامي اډو امریکايي ځواکونه ووځي.

خلیلزاد وړاندې وایي، په هوکړه لیک کې د اسلامي امارت نوم شته، خو د دولت په حیث نه دی منل شوی، ځکه امریکا د امريکا لپاره د امارت راګرځېدل د منلو نه دی او نه غواړي، چې امارت بیا جوړ شي.

نوموړي د سولې او ټاکنو په اړه زیاته کړې، امریکا ته سوله تر ټاکنو لومړیتوب لري، هڅه کوي له ټاکنو وړاندې د سولې تړون وشي، خو د خبرداري په شکل وایي، که ټاکنې د سولې خنډ شي، نو دا به ښه نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي