کورنیو چارو وزارت پکتیکا کې د ۳۷ طالبانو د وژلو خبر ورکړ

6 سنبله 1398 ساعت 10:53

کورنیو چارو وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د افغان پولیسو سره نښته کې د یوه کلیدي غړي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د افغان پولیسو سره نښته کې د یوه کلیدي غړي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د وږي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته، د پکتیکا – پکتیا لویې لارې تر منځ د زرمت ولسوالۍ سرکۍ سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې نښته کې د طالبانو د یوه کلیدي کس موسی په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، په جګړه کې د طالبانو پنځه عرادې موټر سایکلونه، یو میل پیکا، پنځه میله کلاشنکوفونه او ګڼ چاوېدونکي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

وزارت په دغه جګړه کې یوازې د یوه ملي پولیس د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com