۰

پاکستان غواړي پر هند او افغانستان فضايي قلمرو بند کړي

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې حکومت هڅه کوي، د هند او افغانستان تر منځ فضايي قلمرو د الوتکو پر مخ بند کړي.
پاکستان غواړي پر هند او افغانستان فضايي قلمرو بند کړي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې حکومت هڅه کوي، د هند او افغانستان تر منځ فضايي قلمرو د الوتکو پر مخ بند کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر فواد چودري هم په خپل ټوېټر پاڼه تایید کړې ده.

له پاکستانه خپرېدونکې دی نیوز ورځپاڼې د چور په قوله ویلي، لومړی وزیر عمران خان په دې غور کوي، چې چې د پاکستان هوايي حریم د هند او افغانستان ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ لپاره منع اعلان کړي.

د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«صدراعظم پر هند د خپل هوايي قلمرو په پوره بندولو غور کوي، دغه راز د کابینې په غونډه کې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د هند پر صادراتو د بندیز وړاندیز شوی او د دغو پرېکړو پر قانوني اجرااتو غور روان دی.

تر اوسه واضح نه ده، چې پاکستان په خپل هوايي قلمرو کې د دواړو هېوادونو الوتکې منع کوي او که یوازې هندي الوتکو ته اجازه نه ورکوي.

خو پاکستان له دې وړاندې هم د هند سره د کړکېچ زیاتوالي له امله نه یوازې هندي، بلکې افغان الوتکې هم نه پرېښودې، چې له هوایي حریم یې تېرې شي.

هغه مهال د پاکستان د دغه بندیز له امله افغانستان ته میلیونه ډالر زیان واوښت، خو پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه، چې نور به فضايي حریم خلاص وي او نه به یې بندوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي