امریکا او طالبانو په ډېری مواردو موافقه کړې، ښايي ډېر ژر تړون وشي

2 سنبله 1398 ساعت 8:39

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر هوکړه د نهم پړاو خبرو له پیل سره له دې خبرو باخبره سرچینې وايي، د دواړو لورو تر منځ په ډېرو مواردو موافقه شوې.


قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر هوکړه د نهم پړاو خبرو له پیل سره له دې خبرو باخبره سرچینې وايي، د دواړو لورو تر منځ په ډېرو مواردو موافقه شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نهم پړاو خبرې پرون جمعه د د وږي لومړۍ نېټه پیل شوې، چې شپږ ساعته یې دوام وکړ، خو په ګروپي شکل وې او تر اوسه عمومي ناسته نه ده شوې.

خبري سرچینې وايي، پرون دواړو لورو په ګروپي ډول خبرې درلودې او د هوکړې ټول جزیات یې سره شاربلي او په ډېرو مواردو کې موافقې ته سره رسېدلي دي.

د سرچینو په وینا ښايي د سولې هوکړه په دوه یا دریو نورو غونډو، چې کېدای شي په یوه یا دوه ورځو کې تر سره شي لاسلیک شي.

د دغه مذاکراتو څارونکې سرچینه زیاتوي، کېدای شي، د سولې موافقه قطر کې نه بلکې کابل، واشنګټن او یا هم ناورې کې اعلان شي، چې ویل کېږي د بین الاافغاني خبرو کوربتوب به کوي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، د طالبانو سره د خبرو تر پای ته رسولو روسته به د امریکا ځانګړی استازی کابل ته ولاړ شي او له افغان چارواکو سره به جزیات شریک کړي.

ویل کېږي امریکا غواړي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د سولې یوه هوکړه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 119657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com