په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه هېواد کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ماموریت په اعلامیه کې ویلي دغه سرتېري پرون چهارشنبې د زمري ۳۰ مه وژل شوي، خو د هغو هویت او د وژل کېدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.
په ورته وخت کې نیوزیویک د امریکا د دفاع وزارت سرچینو په قوله ویلي، چې دا دوه پوځیان د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتېري و او دواړه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په مرمیو لګېدلي او وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې د دې دوه سرتېرو په وژل کېدو سره د روان ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل