۰

پاکستان د کشمیر په تړاو له هنده نړیوالې محکمې ته شکایت کوي

چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد به یې د کشمیر په تړاو له هنده د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
پاکستان د کشمیر په تړاو له هنده نړیوالې محکمې ته شکایت کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد به یې د کشمیر په تړاو له هنده د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي ویلي، چې دا پرېکړه یې د یادې مسلې د ټولو قانوني اړخونو له شاربلو وروسته کړې ده.
هغه ویلي«موږ پرېکړه وکړه، چې د کشمیر مسله د جرمونو په نړیواله محکمه کې مطرح کړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې په نړیواله محکمه کې به د دوی ټینګار دا وي، چې هند ولې کشمیر کې ځانګړی وضعیت اعلان کړی.

د یادونې ده، چې د هند او پاکستان تر منځ وضعیت هغه زیات ترینګلی شو، چې هند پاکستان کې د مېشتو ترهګرو له خوا په هندي کشمیر کې د یوه برید معلومات تر لاسه او پولې ته یې ګڼ سرتېري ولېږل.

تر دې وروسته هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کورواکي هم لغوه اعلان کړه، او په مقابل کې یې پاکستان ورسره اقتصادي اړیکې پرې او خپل سفر یې له ډهلي راوغوښت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي