۰

خلیلزاد د سولې په تړاو د نهم پړاو خبرو لپاره د قطر په لور خوځېدلی

چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو په موخه د قطر په لور خوځېدلی دی.
خلیلزاد د سولې په تړاو د نهم پړاو خبرو لپاره د قطر په لور خوځېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو په موخه د قطر په لور خوځېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون سه شنبې د زمري ۲۹ مه د قطر په لور خوځېدلی، تر څو له طالبانو سره د افغان سولې په اړه د دوی او طالبانو تر منځ کېدونکې هوکړه وروستۍ کړي.

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په داسې حال کې قطر ته روانېږي، چې غواړي له طالبانو سره د مذاکراتو پاتې موضوعات وروستي کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی او تمه لري، چې طالبان به هم چمتوالی ولري او هوکړه به وروستی شي.

هغه دا هم ویلي، چې قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پای ته رسېدو وروسته به کابل ته لاړ شي او د افغان حکومت له مشرتابه سره به هم په دې اړه سلامشورې وکړي.

طالب سرچینو هم پرون خبر ورکړی و، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې نهم پړاو مذاکرات پیل شي، او تمه ده، چې په دې پړاو خبرو کې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ته ځینې نېږدې سرچینې وايي، د امریکا سره د طالبانو هوکړه تر نامعلومې مودې پورې د افغان حکومت د مداخلې له امله ځنډول شوې.

خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي، طالبان هڅه کوي، وخت تر لاسه کړي، تر چې پوه شي، د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته کابل کې څه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي