۰

روسیه: په افغانستان کې له سولې او رڼو ټاکنو ملاتړ کوو

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې، ثبات او رڼو او باوري ټاکنو څخه ملاتر کوي.
روسیه: په افغانستان کې له سولې او رڼو ټاکنو ملاتړ کوو
کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې، ثبات او رڼو او باوري ټاکنو څخه ملاتر کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مانتیسکي دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې دي.

له اجرائیه ریاسته نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله نن کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل او پر سولې او ټاکنو یې ورسره خبرې وکړې.

سرچینه وایي، ښاغلي عبدالله د سولې په برخه کې د روسیې هڅې او مرستې وستایلې او په دې برخه کې یې د روسیې همکارۍ اړینې وبللې.

عبدالله ټینګار وکړ، چې دوه اړخیزه اړیکې باید پراخ شي او روسیه باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې افغان سوله د روسیې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د روسیې سفیر افغانستان او روسیه دوه پخواني دوست هېوادونه بللي ټینګار یې کړي، چې هېواد یې په افغانستان کې تل پاتې سوله غواړي.

الکساندر مانتیسکي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او دغه راز د رڼو او شفافه ولسمشریزه ټاکنو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي