۰

لغمان کې هم چاودنه شوې، شپږ تنه یې ټپیان کړي دي

دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو مراسمو ته نېږدې چاودنه شوې او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.
لغمان کې هم چاودنه شوې، شپږ تنه یې ټپیان کړي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو مراسمو ته نېږدې چاودنه شوې او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا چاودنه نن دوشنبې د زمري ۲۸ مه غرمه مهال د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مراسمو ته نېږدې شوې ده.

سرچینې وايي، په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ننګرهار کې هم د آزادۍ د جشن لمانځلو په ورځ پرلپسې ۸ چاودن شوې، چې چارواکو یې د شپږو پخلی کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په چاودنو کې ۱۷ تنه ټپیان شوي، خو روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته ۳۴ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي په دغه چاودنو کې دوه تنه وژل شوي هم دي.

د دې در څنګ ویل کېږي، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې نن دوشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې سره برابره ده او دغه ورځ د کابل په ګډون د هېواد په نېږدې ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي.

له څو ورځو راهیسې د دغه ورځې د لمانځنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي خو بیا هم له ځینو ولایتونو د چاودنو او په کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي