۰

امریکا:افغانان باید په ګډه د داعش پر وړاندې ودرېږي

دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
کابل کې د وړمې شپې تر خونړي برید چې مسوولیت یې داعش اخستی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانان باید په ګډه د داعش پر وړاندې ودرېږي.
امریکا:افغانان باید په ګډه د داعش پر وړاندې ودرېږي
کابل کې د وړمې شپې تر خونړي برید چې مسوولیت یې داعش اخستی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانان باید په ګډه د داعش پر وړاندې ودرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل لوېدیځ شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د زمري میاشتې د ۲۷ مې نېټې په شپه په یوه هوټل کې د واده په مراسمو ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه و وژل شول او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شول، چې مسوولیت یې داعش واخست او ویې ویل، چې برید د عاصم ال باکستاني په نوم د دوی یوه پاکستاني بریدګر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویاندې یې مورګان اورتوګوس ویلي، چې ترهګرو پر ملکي وګړو د واده په مراسمو کې برید وکړ چې دا یو ستر بشري جنایت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان له اوږدو جګړو وروسته سولې ته نږدې شوي دي او دوی به تر بین الافغاني سولې وروسته دداعش پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې د سولې پروسې بریا به د داعش پر وړاندې د افغانانو دریځ لا غښتلی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي