۰

ایران د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري ډېروي

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
ایراني چارواکو د افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه کړې او په همدې اړه یې له برېښنا شرکت سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.
ایران د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري ډېروي
ایراني چارواکو د افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه کړې او په همدې اړه یې له برېښنا شرکت سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د انرژۍ وزی رضا اردکانیان پرون شنبې د زمري ۲۶ مه کابل کې له افغان چارواکو کتلي او د انرژۍ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، ایران به د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د برېښنا په صادراتو او تنظیم کې خپله همکاري ډېره کړي او په دې برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې ایران د افغانستان له برېښنا شرکت سره یو هوکړه کړې، چې له مخې به یې د نیمروز مرکز زرنج ښار ته د ایران برېښنا صادروي.

ایراني چارواکو ویلي دوی غواړي د چابهار بندر مسیر له پرمختګونو سره مل وي نو ځکه هڅه کوي ژر تر ژره د زرنج ښار ته برېښنا ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي