۰

کابل کې د واده په مراسمو د ځانمرګي مرګ ژوبله ۲۴۳ تنو ته ورسېده

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د ودنو په یوه تالار کې د واده د مراسمو پر مهال د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۲۴۳ تنو ته ورسېده.
کابل کې د واده په مراسمو د ځانمرګي مرګ ژوبله ۲۴۳ تنو ته ورسېده
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د ودنو په یوه تالار کې د واده د مراسمو پر مهال د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۲۴۳ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (یکشنبې شپه د زمري ۲۶ مه) د کابل ښار لوېدیځ لور ته د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک شهر دوبی د ودونو په تالار کې وشوو.

عیني شاهدان وايي، دغه واده ته کابو ۱۲ سوه مېلمانه راغلي و او ځانمرګي بریدګر د نارینو سالون کې ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په برید کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي، خو عیني شاهدان وايي، د مرګ ژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه ده.

نصرت رحیمي وایي، په دې اړه پلټنې روانې دي او وروستي معلومات به له رسنیو سره شریک کړي.

ویل کېږي د پېښې قربانیان تر ډېره نارینه دې خو ښځو او ماشومانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدان وايي، په دغه برید کې ان د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي.

دغه راز یو بل تن ویلي، چې په پېښه کې یې له نېږدو خپلوانو یو ځان چې د هغه د واده لپاره هم چمتوالی نیولی شوی و له خپل وروسره یو ځای وژل شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو وسله والو طالبانو نه یوازې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، بلکې هغه یې غندلی هم دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي، چې په ملکي وګړو برید جنګي جنایت او بشر ضد عمل دی.

عبدالله ویلي له دغه بریده ښکاري، چې ترهګرو هېڅ دین، قانون او مذهب ته پابند نه دي او د انسانانو له وژنو او جنایتونو پرته بله دنده نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي