۰
ټرمپ:

د افغانستان په اړه مو ښه غونډه درلوده، هڅه کوو یوې هوکړې ته ورسېږو

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې پر سر له خپلو پوځي چارواکو او سلاکارانو سره غونډه تر سره کړې ده.
د افغانستان په اړه مو ښه غونډه درلوده، هڅه کوو یوې هوکړې ته ورسېږو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې پر سر له خپلو پوځي چارواکو او سلاکارانو سره غونډه تر سره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پر ځايي وخت د رخصتۍ پر مهال د نیوجرسي په ایالت کې تر سره شوې ده.

راپورونه وایي، په دغه ناسته کې ولسمشر ټرمپ د نژدې سلاکارانو په ګډون خپل مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع له وزیر مارک اسپر، د پوځ له ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون او د سي ای اې له مشر جینا هسپل هم ګډون درلود.

د ناستې موخه له څو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره د امرکیا د د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګ څېړل او په احتمالي ډول دغه هوکړه تاییدول وو.

تر غونډې وروسته ولسمشر ټرمپ په ټوېټر ویلي، چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه درلوده او مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو ممکنه جوړجاړی لټوو.

ټرمپ زیاته کړې« د دغې ۱۹ کلنې جګړې په مقابل لوري کې ډېری وګړي او موږ غواړو چې که امکان ولري یوې هوکړې ته ورسېږو.»

د سپنیې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي هم غونډه ښه بللې خو د دفاع وزارت سرچینو د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي، لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف ټکي شته او ښايي له طالبانو سره د سولې دا خبرې نهم پړاو ته ننوځي.

د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته  زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په تړاو د اختلاف ځینې مهم ټکي لا هم پرځای دي.

د دغه چارواکي په خبره تر ټولو لوی شرط د امریکا د هغه غوښتنو په اړه دی چې طالبان دې په افغانستان کې یو مخیز اوربند ته غاړه کېږدي او د القاعده په څېر نورو وسله والو ډلو سره دې د اړیکو د پریکون اعلان وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي