امریکايي سناتور رانډ پال ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې سوله وکړه، نو باید د سولې د نوبل هغه جایزه ورکړل شي چې د سولې کمېټې پخواني ولسمشر بارک اوباما ته ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د کانګریس دغه جمهوریپال غړي زیاته کړې، چې اوباما په افغانستان کې جګړه پراخه کړه، نو د نوبل د سولې کمېټه باید ورڅخه خپله جایزه بېرته واخلي.
هغه ویلي«اوباما د نوبل د سولې جایزه وګټله خو په نهایت کې نوموړي افغانستان ته د جګړې لپاره یولک نور ځواکونه ولېږل چې په دې هیواد کې د جګړې اور لا تود کړي.»
نوموړي زیاته کړې، که ډانلډ ټرمپ په رښتیا د افغانستان جنګ پای ته ورسوي، نو د نوبل د سولې کمېټه باید له اوباما څخه د سولې جایزه بېرته واخلي او ټرمپ ته یې ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل