۰
پاکستانۍ وزیر:

په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۶
په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر علي محمد خان ویلي، پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده.
په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي
په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر علي محمد خان ویلي، پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد خان دغه څرګندونې د پاکستان جیونیوز تلوېزیون په ګردي مېز کې د خبریال حامد میر د یوې پوښتې په ځواب کې کړې دهه.

حامد میر له نوموړي پوښتي، چې ایا د کشمیر لانجه د افغانستان د لانجۍ په حل پورې تړلی شي که نه، وزیر محمد خان ورته ویلي کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي.

خو په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو برید هم د پاکستان بریا ده.

په ورته وخت کې پښتون سیاست وال افراسیاب خټک په یوه ټوېټر کې لیکلي، موږ تل دا خبره کړې، چې د پاکستان پوځي ادارې په افغانستان کې د ستراتېژیک عمق هڅه کوي او دا خبره یې اوس یوه لاسپوڅي وزیر هم منلې ده.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم د افغانستان مسله په کشمیر پورې تړلې بللې وه او ویلي یې و، داسې نه شي کېدی چې کابل د په جنشنونو کې وي او کشمیر کې د وینې بهېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي