۰
فارن پالیسي د افغانستان په اړه:

د اوسني سیاسي نظم له منځه وړل، وضعیت نور هم ګډوډي

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
د امریکا فارن پالیسي ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چې د امریکا حکومت د افغان جوړجاړي تر لاسه کېدو پورې باید خپله حوصله له لاسه ورنه کړي.
د اوسني سیاسي نظم له منځه وړل، وضعیت نور هم ګډوډي
د امریکا فارن پالیسي ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چې د امریکا حکومت د افغان جوړجاړي تر لاسه کېدو پورې باید خپله حوصله له لاسه ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، د خبرو د پایلو او وضعیت د معلومېدو نه وړاندې د اوسني سیاسي نظم له منځه وړل، یواځې او یواځې وضعیت نور هم ګډوډي او افغان دولت نور هم کمزوری کوي.

دغه ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې امریکا له طالبانو سره د یوې معاملې په لټه کې ده او له طالبانو سره معامله به د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای ممکن ډېر کړي.

ورځپانې دا هم ویلي امریکا باید ومني، چې دوی د ترهګرو په لمنځه وړلو کې له لویه سره پاتې راغلي، ځکه امریکا غوښتل القاعده له منځه یوسي خو د هغوی د کوربنو طالبانو له منځه وړل یې خاص هدف نه وو.

مطلب بیانوي، د امریکا له وتلو وروسته، که مذاکرات هرڅومره ښه وشي هم، د پراخې او اوږدې کورنۍ جګړې امکان شته، ځکه له نښو نښانو ښکاري چې په ۲۰۱۸ کې، د افغانستان شخړه د نړۍ تر ټولو زیاتې مرګونې پېښې لرلې.

په مطلب کې د کشمیر مسالې ته هم اشاره شوې ویلي یې دي، افغان جوړجاړي ته رسېدل ډېر ستونزمن کار دی، ځکه په اوس وخت کې د کشمیر په اړه د نرېندرا مودي پرېکړه داسې تعبیروي چې که په افغانستان کې سوله راشي، نو د ترهګرو ډلو پام به کشمیر ته ورواوړي، نو ځکه غواړي کشمیر ځان ته رابېل او له ستونزې ځان خلاص کړي.

دغه ورځپاڼې ټینګار کړي، چې د افغان سیاسي جوړجاړي څخه وړاندې که امریکا خپل پوځيان او بسپنه سپموي، نو دا به سوله نه بلکې د ۱۸ کلونو مداخلې څخه وروسته یواځې د خپلو ځواکونو وېستل وي او بس.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي