۰

د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوې، ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره پرې خبرې کوي

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق لیک وروستی شوی او دا مهال ټرمپ له خپلو لوړ پوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پرې خبرې کوي.
د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوې، ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره پرې خبرې کوي
راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق لیک وروستی شوی او دا مهال ټرمپ له خپلو لوړ پوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پرې خبرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ټرمپ به په دې اړه د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورد سره غونده ولري.

سي اېن اېن تلوېزیون ته د یادې جوړېدونکې ناستې دوه باخبره سرچینو ویلي، د ټرمپ او یادو لوړ پوړو چارواکو د لیدنې اصلي هدف به د افغانستان او د هغې طرحې په اړه خبرې وي، چې د افغانستان د سولې لپاره برابره شوې ده.

یادو سرچینو ټینګار کړی، چې ټاکل شوې په نېږدې ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق هم د دواړو لورو د استازو تر منځ لاسلیک شي.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې بیا دا وايي، چې دواړه لوری به په جلا جلا توګه د سولې هوکره لیک لاسلیک کړي.

دغه راز د سي اېن اېن په راپور کې دا هم ویل شوی، چې د یاد تړون پر بنسټ به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۵ زره و ۸ او یا هم ۹ زرو ته راټیټ کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي