۰
په ټاکنو د اروپايي ټولنې ټینګار:

د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان له ارزښتونو دفاع ده

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی وایي، دغه ټاکنې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان له ارزښتونو دفاع ده
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی وایي، دغه ټاکنې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولی ویلي، د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کول د زعامت د ټاکنو تر څنګ د دغه هېواد له ارزښتونو څخه دفاع ده.

دغه ټولنې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دغه ټاکنې به د افغانانو لپاره یو فرصت وی، تر څو له دموکراسۍ او خپلې رهبرۍ د سیاسي مشروعیت له ټاکلو ملاتړ څرګند کړي.

اروپايي ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په تر سره کېدا داسې مهال ټینګار کوي، چې ګنګوسې دي که د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون وشي ښايي ټاکنې وځنډول شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د تلې یا میزان په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې د دوی لپاره سره کرښه ده او ټاکنې به خپل وخت تر سره شي.

بل خوا ولسمشر غني هم د ټاکنو پر تر سره کېدا ټینګار کړی او دوه ورځې وړاندې یې یوه وینا کې ویلي، چې د سولې لپاره د ټاکنو تر سره کېدا ته اړتیا ده، ځکه د اوسنی حکومت وخت پای ته رسېدلی او رتلونکی حکومت باید د سولې تړون لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي