۰
داکتر سپنتا:

امریکا له طالبانو سره په پتو او ښکاره معاملو غواړي افغان جګړه اوږده کړي

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۳
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ویلي، د امریکا استخباراتي حضور؛ امریکا له طالبانو سره په پتو او ښکاره معاملو غواړي افغان جګړه اوږده کړي.
امریکا له طالبانو سره په پتو او ښکاره معاملو غواړي افغان جګړه اوږده کړي
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ویلي، د امریکا استخباراتي حضور؛ امریکا له طالبانو سره په پتو او ښکاره معاملو غواړي افغان جګړه اوږده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپنا دغه څرګندونې په خپله یوه وروستۍ مقاله کې کړې او لیکلي، یې دي، چې افغان سیاسیون باید وېره او وهم لرې کړي او د امریکا د وحشیانه اقداماتو پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي په دغه مقاله کې لیکلي، چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو وروسته دلته د یوه لوی استخباراتي مرکز د جوړولو په هڅه کې ده.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا غواړي په افغانستان کې لوی استخباراتي مرکز جوړ کړي او تر څنګ یې یوه ډله ځانګړي ځواکونه هم په افغانستان کې پرېږدي.

دی وايي، د امریکا استخباراتي مرکز به په افغانستان کې د افغانانو لپاره نه، بلکې د طالبانو او پاکستان لپاره فعالیت کوي او په سیمه کې به د امریکا استخباراتي لوبې پر مخ وړي.

دغه پخوانی حکومتي چارواکی زیاتوي، دا مسئله به افغانستان د سیمه ییزو رقابتونو په دام کې ګیر کړي او دلته به یوه خونړۍ او ناپایه جګړه پیل شي.

ډاکتر سپنتا ټینګار کړی، چې امریکا کلونه په افغانستان کې غیر قانوني جګړه مخ ته وړې او اوس له طالبانو سره د پټو او ښکاره معاملو پر مټ غواړي دغه جګړه اوږده او لا خونړۍ کړي.

نوموړي پر افغان حکومت او سیاسیونو غږ کړی چې وېره او وهم دې لرې کړي او د امریکا د وحشیانه اقداماتو پر وړاندې دې ودريږي.

سپنتا لیکلي، امریکایان که وځي نو دا ضرور ده چې خپل هر څه له دې ځایه وباسي او په افغانستان کې خپل حضور په بشپړه توګه ختم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي