۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

ازبکستان د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسې ته ژمن دی

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ته ژمن دی.
ازبکستان د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسې ته ژمن دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا دغه څرګندونې د ښاغلي محب او کابل کې د ازبکستان د سفیر له لیدنې وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

په دغه خبرپاڼه کې چې نن پشنبې د زمري ۲۴ مه خپره شوې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

خبرپانه د ازبکستان د سفیر له قوله لیکي، چې هېواد یې د هغه سولې څخه ملاتړ کوي، چې رهبري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي.

د ازبکستان سفیر خواجه شادمانوف د سولې په پروسه کې یې ټولې هڅې د افغان دولت سره د کړو ژمنو پر اساس دي او هېواد یې یو باثباته ګاوندی افغانستان غواړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي شادمانوف په دې لیدنه کې ازبکستان ته د طالب پلاوی د سفر په اړه هم ښاغلي محب ته معلومات رکړل او ټینګار یې وکړ، چې په دغه سفر کې یوازې د سولې پروسې سره د ازبکستان پر همکارۍ خبرې شوې دي.

د ازبکستان سفیر ویلي، چې د طالب پلاوي سره د بین الاافغاني مذاکراتو، د تېرو لاس ته راوڼو په ځانګړې ډول د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه چې سترګې نه شي ترې پټېدای خبرې شوې دي.

خبرپانه وايي، ښاغلي محب په خپلو خبرو کې د ازبکستان سفر ته و ویل، چې افغانستان، ازبکستان د اصولو او همکاریو په چوکاټ کې یو ښه ګاونډۍ بولي، خو په وینا یې نوي سیاسي تعاملات نباید رامنځ ته شوي باور ته زیان واړوي او د شک پر پوله ودرېږي.

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې پروسه کې د ازبکستان له همکاریو مننه کړې ټینګاریې کړي، چې افغانان د هېواد مالکانو او ګاونډیان د ښه ګاونډي توب او راتلونکي په اړه کولی شي ګټورې تصمیمونه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي