۰

مسکو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې اور اخیستی

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
راپورونه وایي، روسیه کې یوه مسافر وړونکې ۳۲۰ ډوله الوتکې تر اور اخیستنې وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده.
مسکو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې اور اخیستی
راپورونه وایي، روسیه کې یوه مسافر وړونکې ۳۲۰ ډوله الوتکې تر اور اخیستنې وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې د ۳۲۰ ډوله ایرباس الوتکې د مسکو د رامنسکویه هوايي ډګر کې له الوت وروسته یوه ماشین اور اخیستی، چې له امله یې الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې.

خبري سرچینې وايي، په دغه الوتکه کې ۲۲۶ مسافر هم سپاره و، چې د دریو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي او نور ټول ژغورل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د الوتکې اور هم مړ کړای شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي