امنیتي سرچینې ادعا کوي، چې د وسله والو طالبانو د دفاع وزیر او د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي سرچینې وایي، صدر ابراهیم په کندهار ولایت کې وژل شوی خو د وژل کېدو کره وخت یې نه دی ښودلی.
سرچینې ویلي، چې صدر ابراهیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو تر منځ د بوم دښته کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواک په برید کې وژل شوی دی.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې صدر ابراهیم په یوه بایفور موټر کې پاکستان ته په لاره و، چې د بوم په دښته کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پرې هوايي برید وشو.
د سرچینې په وینا په دغه برید کې له صدر ابراهیم سره ۱۰ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو د صدر ابراهیم وژل کېدل رد کړي او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې د دوی د دفاع وزیر ژوندی دی.
ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې صدر ابراهیم د هلمند ولایت د ساروان سیمې اوسېدونکی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نظامي کمېسیون مشر وو.
د بهرنیو ځواکونو له خوا د صدر ابراهیم د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې وروستۍ شوې او ښايي په څو ورځو کې تړون لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل