۰
سرور دانش:

د افغان دولت او طالبانو خبرې به له ټاکنو وروسته پیل شي

چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش وايي، د افغان دولت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې به د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته پیل شي.
د افغان دولت او طالبانو خبرې به له ټاکنو وروسته پیل شي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش وايي، د افغان دولت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې به د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې پرون سه شبنې د زمري ۲۲ مه له یو شمېر سیاسیونو سره تر کتنې وروسته پر خپله فسبوک پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بشپړې شوې او ټاکل شوې، چې د افغان دولت او طالبانو د استازو تر منځ خبرې به هم د روان کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته بیا پیل شي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا او طالبانو ترمنځ په شوو خبرو کې یوازې د دغو دوو خواو ترمنځ پر اړوند مسلو خبرې شوي دي.

ښاغلي دانش لیکلي«د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ یوازې د دواړو غاړو پورې پر اړوند مسلو بحثونه شوي او د هیواد د سیاسي نظام پر بڼې، اساسۍ قانون او د افغانستان د دولت پورې پر اړوندو مسلو تر اوسه له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او د افغانستان دولت په دې برخه کې د خبرو یو طرف دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسمشر غني هم د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو یوې غوندې ته په وینا کې و ویل، چې سوله راتلونکې ده، چې افغان دولت بې له قید و شرطه ورته چمتوالی لري، ولې څرنګوالۍ به یې په شرایطو ولاړ وي.

هغه و ویل، چې پر جمهوري نظام او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ورته معامله د منلو نه ده او نه به هم پرې معامله وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي دولت به خپلو نړیوالو شریکانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي او نړیواله ټولنه به هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل چې د سولې په تړونونو کې د افغانستان " دولت د ټولو افغانانو د مشروع او رسمي دولت " او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه " د نړیوالې ټولنې د اصلي شریک" په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.

هغه وویل که سوله وشي، له امریکا او ناټو سره شوي دفاعي او ستراتیژیک تړونونه به په خپل حال پاتې وي او په خبره یې کوم نوي تړون ته اړتیا نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي