کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د زمري ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه غړۍ د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، ځانګړو پولیسو په یاده سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د سرادار محمد مشور په خلیفه داود په نوم د حقاني شبکې یو مهم غړی ونیوه.
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کس د وسله والو لپاره د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو برابرولو مسوولیت په غاړه درلود.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل