۰
پاکستان:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د کشمیر په اړه بېړنۍ غونډه وکړي

چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د کشمیر د وروستي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د کشمیر په اړه بېړنۍ غونډه وکړي
پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د کشمیر د وروستي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه لیک کې شوې ده.

قریشي پرون سه شنبې د زمري ۲۲ مه امنیت شورا ته په دغه لېږلي لیک کې ویلي، چې د کشمیر په اړه د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ دی.

هغه د هند وروستي اقدامات غندلي او ټینګار یې کړي، چې د هند دغو اقداماتو قومي تصفیې ته لار هواره کړې او نور دې د پاکستان صبر نه ازمويي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې هندوستان غواړي دغلته د مسلمانانو اکثریت په هندو اکثریت بدل کړي.

قریشي په دې لیک کې زیاته کړې، که چېرې هندوستان بیا هم له ځواک کار اخلي، نو د ده په وینا پاکستان به اړ وي چې د خپلې دفاع په خاطر په ټول توان ځواب ووايي.

نوموړي په دغه لیک کې لیکلي«پاکستان کړکېچ نه ‌پاروي، خو هندوستان باید زموږ زغم زموږ کمزوري ونه ‌ګڼي.»

قریشي په دې لیک کې همدارنګه هندوستان د توکم‌پالنې ایډیالوژۍ په عملي کولو تورن کړی چې د ده په وینا غواړي دغلته د مسلمانانو اکثریت په هندو اکثریت بدل کړي. هغه ادعا چې تر دې مخکې هندي چارواکو رد کړې ده.

نوموړي همدارنګه ویلي هندي لوری هڅه کوي له کشمیر څخه د پام اړولو په خاطر پاکستان سره بله ستونزه راپیدا کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې لیک کې زیاته کړې، دې خطرناکو عواقبو ته په پام پاکستان په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر یاڅیک چاپوتویځ (Jacek Czaputowicz) چې په دې میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي ویلي، د امنیت شورا غړي هېوادونه به پر دې لیک بحث وکړي. نوموړي ویلي د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې په ټوله جنوبي اسیا ناوړه اغېز کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي