۰

ازبکستان ته د طالب پلاوی پر سفر د افغان حکومت نیوکه

شنبی ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
افغان حکومت ازبکستان ته د طالب پلاوی په سفر او د دغه هېواد له خوا د یاد پلاوی په هرکلي نیوکه کړې ده.
ازبکستان ته د طالب پلاوی پر سفر د افغان حکومت نیوکه
افغان حکومت ازبکستان ته د طالب پلاوی په سفر او د دغه هېواد له خوا د یاد پلاوی په هرکلي نیوکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې د زمري ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د افغان سولې په تړاو د ټولو په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو له همکاریو او مرستو مننه او هر کلی کوي.

خو په وینا یې له طالب استازو د ازبکستان رسمي هرکلي بڼه او د خبرو څرنګوالی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو نښه نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو د اسانچاري څرګندونه نه کوي.

دغه وزارت لیکلي«افغانستان تل د افغان سولې بهیر کې د نړیوالو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی. ازبکستان هم د یوه دوست او ګاونډي هېواد په توګه په دې بهیر کې خپل چمتووالی ښودلی.

افغان حکومت له ټولو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیانو غوښتي، چې د سولې بهیر کې د افغان حکومت او خلکو مشرتابه او مشرۍ ته درناوی ولري.

د یادونې ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د تېرې پنشنبې په ورځ ازبکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د نورو مسایلو تر څنګ ازبکستان د بین الاافغاني خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی، چې د طالبانو له خوا یې هم هرکلی شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي