۰

بغلان کې د موټر بم ځانمرګي مخه ونیول شوه او دوه ځانمرګي وژل شوي

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو بغلان ولایت کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او دوه ځانمرګي یې و وژل.
بغلان کې د موټر بم ځانمرګي مخه ونیول شوه او دوه ځانمرګي وژل شوي
شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو بغلان ولایت کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او دوه ځانمرګي یې و وژل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوخ ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، دغه پېښه نن چهارشنبې د زمري ۱۶ مه سهار پنځه بجې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي درې تنه ځانمرګو غوښتل د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله د شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک پر پوځي اډه برید وکړي.

خو په وینا یې موټر له وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا پېژندل شوی، ډزې یې پرې کړې او موټر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودلی دی.

سرچینې وايلي، د موټر په چاودنه کې دوه بریدګر وژل شوی او بل تن تن چې ټپي او د تېښتې په حال کې و، د سرتېرو له خوا نیول وشید ی.

د شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د موټر په چاودنه کې یو افغان سرتېری هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدان نن سهار پلازمېنه کابل کې پر شپږمه امنیتي حوزه هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا تر اوسه ۹۵ ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی خو د بغلان د پېښې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي